۰
ولسمشرغني په غزني کې:

روانه افغان وژنه غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی، اوربند غږ باید پورته شي

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۱۱
روانه افغان وژنه غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی، اوربند غږ باید پورته شي
ولسمشر غني په هېواد کې روانه افغان وژنه غیرانساني او غیر اسلامي عمل دی او د درولو لپاره یې باید د اوربند غږ پورته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن پنشنبې د چنګاښ ۲۶ مه له غرمې مخکې د خپل لومړي مرستیال امراالله صالح او د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په ملتیا غزني ولایت ته ولاړ.

غني ته د ولسمشر له رسېدو سره سم په غزني ښار راکېتي برید هم وشو، چې د چارواکو په وینا څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.

راکیټي بریدونو د ولسمشر غني د وینا او له خلکو سره د لید مخه ونه نیوله او د دغه ولایت مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي غني د وینا په پیل کې و ویل، چې غزني یې تل په فکر وي او په زړه او برنامه کې یې ځای لري.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل«د غزني بالاحصار او ویجاړ شوی فرهنګي مرکز به د ملي پراختیا شرکت له لوري بیاورغېږي او نور وړاندیزونه به مو امکاناتو ته په پام په برنامو بدل شي.»

ولسمشر په خپله وینا کې سولې او امنیت ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې سوله د افغان حکومت او خلکو لومړیتوب دی او د تل پاتې سولې لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي و ویل، چې حکومت د علماو د متفقې فتوا پر اساس دوه کاله وړاندې اوربند وکړ او نړۍ ته یې ثباته کړه، چې د سولې امکان شته دي.

ښاغلي غني په هېواد کې روانه جګړه افغان وژنه، غیرانساني او غیر اسلامي عمل وباله چې په وینا یې د درولو لپاره یې باید غږ اوچت شي.

هغه په ټول کې د امنیت خوندیتوب ته په اشارې د غزني او کابل – کندهار د لویې لارې د امنیت لپاره سپارښتنې وکړې او ویې ویل، چې  د غزني ولایت او دغه لارې امنیت ته به جدي توجو وشي.

د یادونې ده، چې تر دوهم ځل ولسمشر کېدو وروسته دا د ولسمشر غني درېیم سفر دی، چې ولایتونو ته یې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي