د ولسمشر غني په حکم ۴ تنه په مهم بستونو په دندو وګمارل شول

26 سرطان 1399 ساعت 21:09

د ولسمشر محمد اشرف غنی د جلا حکمونو پر اساس څلور تنه په مهمو بستونو کې په دندو ګمارل شوي او ورپېژندل شوي دي.


د ولسمشر محمد اشرف غنی د جلا حکمونو پر اساس څلور تنه په مهمو بستونو کې په دندو ګمارل شوي او ورپېژندل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني د  ۸۹۴ یم نمبرحکم پر اساس محمد داوود ناجي د ملي امنیت شورا دفترکې سیاسي سلاکار ټاکلی دي.

د ښاغلي غني د ۷۸۷ یم نمبر حکم پر اساس ډګرجنرال عبادالله عباد د سترجنرالی په بست کې د ملي امنیت د عالي مشورتي بورډ د دارالانشا رییس ټاکلی دی.

دغه راز د ولسمشر د ۸۹۳ یم نمبرحکم پر اساس ضیا عاصي د ملي امنیت شورا دفتر د ۷۰۰ ام ریاست د رییس په توګه  او په سیاسي او ولسي چارو کې د ملي امنیت سلاکارۍ لپاره د  ۸۷۰یم حکم پر اساس صدیق الله فهیم ټاکلي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com