جرمني د بین الاافغانی خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی دی

26 سرطان 1399 ساعت 12:45

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره تلیفوني خبرې کړې دي.


د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره تلیفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې سرچینه زیاتوي، په دې خبرو کې هایکو ماس ویلي، چې په افغانستان کې له سیاسي لارو د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ کوي او باید دلته روان تاوتریخوالی ختم شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په خبره، هایکو ماس زیاته کړې، د افغانستان سولې په برخه کې بشپړ همکار دي او که د دواړو هېوادونو موافقه وي نو جرمني تیار دی چې د سولې په مسئله کې له ښکېلو هېوادونو سره په مشوره د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com