۰

افغانستان پر کونړ د پاکستان پر راکټي برید غبرګون وښود

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت د راکټي بریدونو په وړاندې غبرګون وښود او دا بریدونه یې وغندل.
افغانستان پر کونړ د پاکستان پر راکټي برید غبرګون وښود
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت د راکټي بریدونو په وړاندې غبرګون وښود او دا بریدونه یې وغندل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان له لوري د دیورند له پورې غاړې د کونړ ولایت پر اړوندو سیمو راکټي بریدونه، چې له کبله یې د سرو مال تاوانونه اوښتي، په کلکه غندي.

په اعلامیه کې تایید شوې، چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د وظیفې له حکم سره سم د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع لپاره خپله سپېڅلې دنده ترسره کړه.

خبرپاڼه کې ویل شوي د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې پاکستاني لوري هوکره وکړه چې اوربند وکړي او په سیمه کې د دواړو هېوادونو د پوځي مسوولانو تر بیرغ لاندې غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان له خوا دا ډول بریدونه د افغانستان لپاره د منلو نه دي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د دې ډول اقداماتو مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې کونړ ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرون د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ هغه مهال نښته رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو کرښې ته څېرمه تحرکات پیل او پر کونړ یې راکټونه را و ویشتل.

د کونړ د والي ویاند وايي، د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې جزیات نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي