۰

ښوونځي او پوهنتونونه په مشروط ډول پرانستل کېږي

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۲
د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې سره سم به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکې زمري یا اسد میاشتې له ۱۵ مې په مشروط ډول پرانستل شي.
ښوونځي او پوهنتونونه په مشروط ډول پرانستل کېږي
د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې سره سم به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکې زمري یا اسد میاشتې له ۱۵ مې په مشروط ډول پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابینې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۵ مه وروسته له هغې کړې، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې ته د تعلیمي مرکزونو د پرانیستل کېدو په اړه وړاندیز ولېږه.

د کابینې له پرېکړې سره سم به ښوونځي او پوهنتونونه ۲۰ ورځې وروسته پرانیستل کېږي خو تعلیمي مرکزونه به مکلف وي چې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هغه معیارونه او سپارښتنې رعایت کړي چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیز کړي دي.

کابینې همداراز ویلي، ښوونځي او پوهنتونونه به یوازې هغه مهال د اسد په ۱۵ پرانیستل کېږي چې د کرونا وایرس په خپرېدا کې زیاتوالی را نه شي.

دا پرېکړه پر داسې  مهال کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې د کرونا ویروس ګراف مخ په ښکته کېدو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي