سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۵ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پاکستاني ځواکونو فرضي کرښې ته څېرمه تحرکات پیل او پر کونړ یې توغندي وویشتل.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمېم وايي، نښه شاوخوا یوه بجه پیل شوه، چې څو ساعته یې دوام وکړ.
نوموړی وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په نښته کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې پاکستاني لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.
د یادونې ده، دا د پاکستان لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې وړاندې یې هم په فرضي کرښه په ورا وار د تحرکاتو د پیل تر څنګ توغندي ویشتي او ان د افغان ځواکونو سره یې جګړه کړې.
خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان د سولې پروسه او د بین الاافغاني خبرو د پیل مسله خورا ګرمه شوې، پاکستان یو ځل بیا د ډیورنډ په فرضي کرښې زیات تحرکات پيل کړي، چې سخت غبرګونونه یې هم راپارولي دي.
تازه یې د ننګرهار دوربابا په څڅوبي سیمو کې هم د ډیورنډ پر فرضې کرښې نوې دروازه جوړه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل