۰
ناټو کې د امریکا استازې:

طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، دا زموږ لومړیتوب دی

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۰۰
په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازې کې بیلي هاچسون وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی امریکا ته لومړیتوب دی او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.
طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، دا زموږ لومړیتوب دی
په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازې کې بیلي هاچسون وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی امریکا ته لومړیتوب دی او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د استازي په رسمي ویبپاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ټول اړخونه باید هڅه وکړي، چې افغانان د سولې هیلې ته ورسوي.

د امریکا استازي کي بيلي هاچسون وايي، د امریکا په ګډون ټول اړخونه په افغانستان کې دایمي سوله غواړي نو ځکه ټولو اړخونو ته په کار ده چې په رامنځ ته شوي فرصت کې له احتیاط کار واخلي او د سولې لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي.

نوموړې ویلي، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، جګړې ودروي، د سولې لپاره اقدامات ډېر کړي او داسې سوله راوستل شي چې په هغه کې بشري حقونه خوندي شي او جګړې پای ومومي.

دغه امریکایي ديپلوماتې ټینګار کړي، چي د تاوتریخوالي کمول تر هر څه مهم دي او باید ټول دې مسئلې ته متوجه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي