په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال سره کتلي دي او په پر بېلابېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي قایم ویلي، دواړو لورو په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې پر مبارزې او په دې برخه کې د چین پر مرستو بحث کړی دی.
د قایم په خبره، چین غواړي له کرونا وروسته په افغانستان کې په ځینو برخو کې پانګونه هم وکړي.
په دې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې مرستیال ویلي، هېواد یې د کرونا واکسین جوړولو ته نېږدې شوی او د دې واکسینو په وېشلو کې به یې افغانستان په لومړیتوب کې وي.
دی وايي، په بېلابېلو برخو کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
چین له دې وړاندې له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه په څو جوپو کې د روغتیایي توکو او دارو درملو مرسته کړې ده.
په چین کې د افغانستان سفیر د چین له مرستو د مننې تر څنګ په راتلونکې کې پر دې ډول مرستو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل