۰

استرالیايي ځواکونو په قصدي ډول کندهار کې ۱۰ ملکیان وژلي

چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۵
په اسټرالیا کې اې بي سي خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسټرالیايي ځواکونو کندهار کې د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه ۱۰ ولسي وګړي وژلي دي.
استرالیايي ځواکونو په قصدي ډول کندهار کې ۱۰ ملکیان وژلي
 په اسټرالیا کې اې بي سي خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسټرالیايي ځواکونو کندهار کې د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه ۱۰ ولسي وګړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په هغه کې یې د عیني شاهدانو له قوله په قصدي توګه لس ولسي وګړي وژلي دي.

عیني شاهدان او اسټراليايي سرچینې بیا دا هم وایي چې په دې عملیاتو کې څو کسه طالبان هم وژل شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسټرالیايي ځواکونو په اړه دغه ډول راپورونه خپرېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د دغه هېواد عسکر په اروزګان کې د ګڼو ملکي وګړو په وژلو تورن دي او همدا راز په دې مجرم پېژندل شوي چې په افغانستان کې یې د هتلر د واکمنۍ بیرغ پر خپلو ټانکونو ګرځولی و.

د استرالیا حکومت بیا تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې دغه ډول تورونه به په هر اړخیزه توګه څېړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي