د امریکا ولسمشریزه ټاکنو ته مخکښ نوماند جوبایډن هم ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ستونزه د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او خپله یې باید سره حل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن ویلي، د افغانستان د کورنیو ستونزو په حل کې باید امریکايي سرتېري بوخت نه وي.
د امریکا د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن ټینګار کړي، چې طالبان او له حکومت سره یې کشمکش د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او باید دوی یې پخپله حل کړي.
نوموړي ویلي، نه غواړي چې د نورو د کورنۍ ستونزې د حل لپاره امریکایي عسکر ولېږي.
د یادونې ده، چې د امریکا اوسنی ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په دې باور دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپلمنځي ستونزه ده او امریکا به په دې منځ کې د پولیس دنده نه ترسره کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل