۰
د ناټو سرمشني:

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدا د سولې پروسه باندې باور زیانمنوي

چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدا د منلو نه ده، ځکه دغه تاوتریخوالی د سولې په پروسه کې اعتماد زیانمنوي.
د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدا د سولې پروسه باندې باور زیانمنوي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدا د منلو نه ده، ځکه دغه تاوتریخوالی د سولې په پروسه کې اعتماد زیانمنوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستولتنبرګ وړمه ورځ د افغانستان په  سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست او ښاروالۍ د طالبانو برید غندلی دي.

نوموړي نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۴ مه په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د طالبانو د حملو له کبله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو کچه د سولې په پروسه کې اعتماد ته زیان اړوي.

نوموړي ویلي«موږ په ټولو خواوو ږغ کوو چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي، د ناټو غړي او متحدان به د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره زموږ د پوځي حضور په اړه سلامشورې ته دوام ورکړي.»

ناټو په عین حال کې یوه اعلامیه هم خپره کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې په کې اندېښنه ښودل شوې ده.

د یادونې ده، چې د دوشنبې په ورځ د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست موټر بم او ډلیز وسله وال برید وشو، چې مسوولیت یې طالبانو ومانه.

د ځايي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي، چې ۱۰ تنه په کې د ملي امنیت کارکونکي او نور ټول ملکي وګړي دي.

دغه برید د افغان حکومت، امریکا، اروپايي ټولنې او ناټو له خوا په کلکه وغندل شو.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د دغه ډلې د کړو ژمنو خلاف عمل دي.

نوموړي ویلي، وروسته له دې به د طالبانو سره د امریکا هوکړه، د کړو ژمنو په عملي کېدو سره عملي کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي