۰

امریکا په افغانستان کې له پنځو نظامي اډو خپل سرتېري ایستلي دي

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۲
امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.
امریکا په افغانستان کې له پنځو نظامي اډو خپل سرتېري ایستلي دي
امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، امریکايي ځواکونه په څلور ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې وروسته تر هغه چې د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، امریکايي سرتېري وتلي دي.

بل خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي، دغه جنګي ځواک به له تروریستي ډلو سره خپلې مبارزه جاري ساتي او ورسره به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، اکمال او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او په ټوله کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره تنو ته راټیټ شوی دی.

د سولې په هغه هوکړه کې چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې راغلي، چې باید په ۱۳۵ ورځو کې تاوتریخوالی کم او د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي، خو لا هم هغه ژمنې ندي عملي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي