۰
خلیلزاد:

په سمنګان کې د طالبانو برید د دوی د کړې ژمنې خلاف عمل دی

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې د طالبانو موټر بم او وسله وال برید د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو د کړو ژمنو خلاف عمل بللی دی.
په سمنګان کې د طالبانو برید د دوی د کړې ژمنې خلاف عمل دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې د طالبانو موټر بم او وسله وال برید د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو د کړو ژمنو خلاف عمل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه برید په کلکه غندلی او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي په زیاتېدو خواشني څرګنده کړې ده.

نوموړي په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي«په ځانګړي ډول د وروستیو ورځو او اونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، د کوم دلیل پرته یو شمېر افغانان وژل کېږي، په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو برید د تاوتریخوالي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې اوربند د هدف تر لاسه کېدو خلاف دی.»

خلیلزاد په ټينګار سره ویلي، چې په ایبک کې د وسله والو طالبانو موټر بم برید «د نه منلو» دی ځکه ورته وبریدنه له هغو سره مرسته کوي چې د سولې مخالفت کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمېدو غږ کړی دی.

د سمنګان ایبک کې د ملي امنیت او ښاروالۍ د ودانۍ مخته د موټر بم او ډله ییز برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

د ځايي چارواکو په وینا  په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي، چې د روغتیايي چارواکو په وینا ۱۰ په کې  د ملي امنیت کارمندان او نور ټول ملکي وکړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي