۰

افغانستان کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۰
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې څه ډول وژل شوی دی.
افغانستان کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې څه ډول وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون ویلي، ۲۴ جوزیف ترینت البا د تېري یکشنبې په ورځ د افغانستان په کندهار ولایت کې وژل شوی دی.

د پینتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی په جګړه کې نه دی وژل شوی، خو وايي، د دغه پوځي د وژل کېدو په اړه پلټنې دوام لري.

البا په ۲۰۱۸ م کال د جنوبي کلیفورنیا له فانګوارډ پوهنتونه په ارواپوهنه کې لیسانس اخیستی و او د لیسانس له ترلاسه کولو لږ وروسته پوځ ته لاړ.

د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانود  تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

تېر کال په افغانستان کې ۲۶ امریکايي پوځیان وژل شوي وو چې د ۲۰ تنو وژل کېدا له جګړې سره تړاو درلود.

د سږ کال د فبرورۍ په پای کې طالبانو له امریکا سره موافقه وکړه چې دا ډله به نور پر امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو حملې نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي