۰

افغان حکومت، امریکا او ناټو سمنګانو کې د طالبانو برید په کلکه غندلی دی

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۵
افغان حکومت امریکا او ناټو په سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د نه منلو وړ بلللی دی.
افغان حکومت، امریکا او ناټو سمنګانو کې د طالبانو برید په کلکه غندلی دی
افغان حکومت امریکا او ناټو  په سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برید په  کلکو ټکو غندلی او دا یې د نه منلو وړ بلللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ولسمشر غني له قوله د دغه برید د غندنې تر څنګ ویلي، طالبان د سولې په خبرو کې د امتیاز تر لاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي له زیاتېدو او د بې ګناه وګړو د وژنې څخه کار اخلي.

د افغانستان د  ملي مصالحې شورا  هم دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د سولې له پرمختګ سره مرسته نه کوي.

یادې   شورا له ښکېلو غاړو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم، بین الافغاني خبرې پیل او افغانستان کې تل پاتې سولې ته ژمنتیا وښيي.

دغه شورا ټينګار کړي، چې دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم او خپلې کړې ژمنې چې د سولې د راتګ په اړه دي پوره کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه برید غندلی او له ټولو خواوو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.
خليلزاد ویلي، په وروستيو ورځو او اوونيو کې تاوتريخوالی زيات شوی او زيات شمېر افغانان د کوم دليل پرته وژل شوي دي.

دی وايي، په سمنګان ولایت د طالبانو له لوري برید دا په ډاګه کوي چې هغوی تلپاتې اوربند او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو اترو لپاره ژمن نه دي او د خپلې وعدې خلاف عمل یې تر سره کړی.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو مرګژوبله توجیه کېدلی نشي.

ناټو ویلي د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له منځه وړي.

د یادونې ده، چې پرون د سمنګان د ملي امنیت په ریاست لومړی د موټر بم برید وشو او وروسته وسله وال د دغه ریاست او ښاروالۍ له ودانۍ جګړه پیل کړه.

د سمنګان ولایت ځايي چارواکي وايي، څلورو برید کونکو د دوشنبې په ورځ د ایبک په ښار کې د ملي امنیت پر ریاست حمله وکړه چې۱۱ امنیتي کارمندان یې و وژل او ۶۳ نور یې ټپیان کړل.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې لس نظامي پرسونل او پاتې نور ملکي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له تړون وروسته تر ټولو خونړۍ برید دی چې کېږي.

د دغه  برید مسوولیت وسله والو طالبانو اخیستی دي.

په ورته وخت کې ، ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سمنګانو د دوشنبې ورځې برید په کلکه غندلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي