۰

د خوړو نړیوالو سازمان د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی کړی

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۰
د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو اېف پي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان له خلکو سره د اروپایي ټولني د نویو مرستو د اعلان هرکلی وکړ.
د خوړو نړیوالو سازمان د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی کړی
د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو اېف پي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان له خلکو سره د اروپایي ټولني د نویو مرستو د اعلان هرکلی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان په اعلامیه کې، چې پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۲ مه خپره شوې راغلي، چې  اروپایي ټولنه له 'ډبلیو اف پي' سره درې میلیونه او ۶۰۰ زره یورو مرسته کوي څو په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو او جګړه‌ځپلو سره مرسته وشي.

اعلامیه په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستیال او سرپرست مشر رابرت کساکا له قوله لیکلي، په دې مرستې سره به 'ډبلیو اف پي' په افغانستان کې ۴۷۰ زره د جګړو او طبیعي افاتو زیانمنو کسانو سره او ۱۵۰ زرو هغو ماشومانو او میندو ته چې په خوارځواکۍ اخته شوي دي، خوراکي او بشري مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري پروګرامونو مشر لویجي پندولفي ویلي، د افغانستان ډېری هغه وګړي چې په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي له روغتیایي امکاناتو څخه لیرې دي او بشري مرستو ته‌یې اړتیا ډېره ده.

د یادونې ده، چې اروپایي ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې د یوه مخکښ بشري تمویلوونکي په توګه د افغانستان سره د مرستې په هدف شپږ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي