۰

له اوږده ځنډ وروسته بهر ته د افغان هوايي شرکتونو الوتنې پیل شوې

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د کرونا د قرنطین له امله د افغان هوايي شرکتونو په ټپه ولاړې الوتنې بیا پیل شوې او د لومړي ځل لپاره کام اییر شرکت الوتکې بهر ته الوت وکړ.
له اوږده ځنډ وروسته بهر ته د افغان هوايي شرکتونو الوتنې پیل شوې
د کرونا د قرنطین له امله د افغان هوايي شرکتونو په ټپه ولاړې الوتنې بیا پیل شوې او د لومړي ځل لپاره کام اییر شرکت الوتکې بهر ته الوت وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کام ایر مسوولین وايي، پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۲ مه د ترکیې انقرې او استانبول ته د پخوا په شان الوتنې پیل شوې.

دغه راز یاد شرکت په اوونۍ کې یوه الوتنه اسلام آباد ته هم پیل کړې او دغه راز یې په سلو کې ۴۰ کورنۍ الوتنې هم پیل کړې دي.

د کام ایر شرکت د قطرنطین په موده کې په سلو کې ۸۰ عاید هم کم شوی، چې د یاد شرکت د بازار موندنې منیجر سلیمان عمر وايي، سره له دې  چې بندیزونه نرم شوي، خو هېڅ شی د پخوا په شان نه دي.

دی وايي، توریزم او هوايي ملکي صنعتونو تاوان کړی دی، پاکستان او ترکیې ته د دغه شرکت الوتنې تر پخوا کمې شوې دي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره وايي چې کام اییر د قرنطین په موده کې یعني د مارچ د میاشتې له وروستیو را په دې خوا نژدې ۲۰ ملیون ډالره تاوان کړی دي.

خو په وینا یې په همدې موده کې د افغانستان ملي هوايي شرکت (د اریانا افغان هوايي شرکت) ۱۲ ملیون ډالره بایللي دي.

د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره زیاتوي، هېواد د کورونا له کبله د بندیزونو په نتیجه کې لسګونه ملیون ډالر له دې درکه هم بایللي چې د افغانستان له فضا څخه له تېرېدونکو الوتکو به یې اخیستې.

د دې ادارې د ویاند نعیم صالحي په وینا د قرنطین په موده کې بهرنۍ الوتکې د افغانستان له پاسه نه تېرېدې.

صالحي دا هم وايي چې د ترکیې هوايي شرکت (ترکش اییرلاین) او د امارات هوايي شرکت په وروستیو کې افغانستان ته الوتنې پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي