۰

د روسیې او امریکا اړیکې تر وروستي بریده ترینګلې شوې دي

یکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۳۷
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف تاییدوي، چې په دې وروستیو کې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې تر وروستي بریده ترینګلې شوې دي.
د روسیې او امریکا اړیکې تر وروستي بریده ترینګلې شوې دي
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف تاییدوي، چې په دې وروستیو کې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې تر وروستي بریده ترینګلې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پسکوف نن یکشنبې د چنګاښ ۲۲ مه چې د مسکو او واشنګټن د اړیکو په اړه نظر څرګندولو و ویل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په تر ټولو ټیټه کچه کې دي.

د هغه په وینا د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه اړیکو او نظر د دواړو هېوادونو مسوولیتونو او په ځانګړي ډول د وسلو د کنټرول او نړیوال ثبات په برخه کې ترینګلې شوې دي.

دی وايي، که څه هم روسیي او امریکايي متخصصان دا مهال د وسلو د کنټرول په برخه کې د اړیکو ټینګولو په هڅه کې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي په ټينګار سره و ویل، دا د امریکا او روسیې مسوولیت دی، چې باید د وسلو د کنټرول واخلي، ځکه د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د چین وسلتونونه د واشنګټن او مسکو په پرتله نه دي.

د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ویلي و، چې د مسکو او واشنګټن تر منځ اړیکې د امریکا د داخلي سیاست له امله اغېزمنې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي