۰

مالیې وزارت له کابل ښاروالی د وچې ډوډۍ د وېش حساب غواړي

یکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۳
د مالیې وزارت له ښاروالیو په ځانګړي ډول د کابل له ښاروالۍ غواړي، چې د وچې ډوډۍ د ویش د بهیر حساب ورکړي.
مالیې وزارت له کابل ښاروالی د وچې ډوډۍ د وېش حساب غواړي
د مالیې وزارت له ښاروالیو په ځانګړي ډول د کابل له ښاروالۍ غواړي، چې د وچې ډوډۍ د ویش د بهیر حساب ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د قرنطین پر مهال په ټولو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د ویش لپاره ۲ میلیارده او ۲۱۸ میلیونه افغاني ځانګړې شوې وې.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي  وایي، یوځې د کابل ښاروالۍ له یاد شمیر پیسو یو میلیارد او ۲۴۰ زره افغانۍ اخیستې وې.

د ده په وینا د کابل ښاروالي چې تر دې وړاندې په ځلونو په پلازمېنه کې د وچې ډوډۍ د وېش په چاره کې په فساد تورنه شوې ده، د اوړو یوه برخه یې نانوایانو ته ورکړې ده.

ماليې وزارت وروسته له هغه له ښاروالیو د حساب غوښتنې پریکړه وکړه کله چې د قرنطین پرمهال د وچو ډوډیو د ویش په بهیر کې د فساد راپورونه خپاره شول.

ځینې راپورنه وايي، چې  د وچې ډوډۍ په وېښ کې کابل ښاروالۍ کې ۸۰۰ میلیونه اختلاس شوی چې باید په اړه یې جدي پلټنه وشي.

د مالیې وازارت مسوولین  هم وايي، د دې پيسو مسولین اوس ښاروالۍ دي او باید حساب یې ورکړي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالي مني چې تر اوسه د دغو لګښتونو د یوې برخې حساب څرګند نه دی.

کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن هم د هغو راپورونو د څېړلو غوښتنه کړې، چې ګني د ډوډۍ په وېشلو کې فساد شوی.

وېلسن پر ټوېټر له افغان چارواکو غوښتي چې دا راپورونه وڅېړي، موندنې یې شریکې او عاملین یې ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي