۰

فاریاب کې یو کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي

یکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فاریاب ولایت کې یو کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
فاریاب کې یو کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فاریاب ولایت کې یو کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ۲۱ مه د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، په نشه روږدي کس د خپلې کورنۍ څلور غړي، چې دوه یې مېرمنې او دوه هلکان دي وژلي دي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې یاد کس دغه کسان په ډزو وژلي که څنګه خو وايي، قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل انګېزه نه ده معلومه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي