۰

غزني کې ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي دي

یکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
سیمه ییز اوسېدونکي او چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ولسي وګړ په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
غزني کې ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي دي
سیمه ییز اوسېدونکي او چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ولسي وګړ په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ ۲۱ مه د غزنی ولایت جغتو ولسوالۍ د یوسف په نامه کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، موټر له غزني ښار نه جغتو ولسوالس ته په لار روان و، چې د قیاق سیمې په یوسف کلي کې پرې چاودنه شوې.

نوموړي د مرګ ژوبلې دقیق ارقام په ګوته نه کړل خو ویلي یې دي، چې ټپیان د امنیتي ځواکوونو له خوا ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

د والي ویاند وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

دی زیاتوي، چې ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه ماین چاودنه کې ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د جغتو ولسوال یاسین جویا هم وايي، په موټر کې ۱۴ تنه سپاره و، چې چاودنه پرې شوې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د غزني د ولایتي روغتون مشر باز محمد همت وايي، د پېښې له ځایه دوی پنځه ټپیان وروړل شوي، چې دوه مېرمنې او درې ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي