۰

کابل شاروالي د ډوډۍ په وېښ کې د ۸ سوه میلیون افغانیو د فساد خبره رد کړه

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۸
کابل ښاروالۍ کابل ښار کې د کرونا له امله د ډوډۍ د وېش په پروسه کې د ۸ سوه میلیونه افغانیو د اختلاس او فساد خبره نامه وبلله او هغه یې رد کړه.
کابل شاروالي د ډوډۍ په وېښ کې د ۸ سوه میلیون افغانیو د فساد خبره رد کړه
کابل ښاروالۍ کابل ښار کې د کرونا له امله د ډوډۍ د وېش په پروسه کې د ۸ سوه میلیونه افغانیو د اختلاس او فساد خبره نامه وبلله او هغه یې رد کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن سهار ځینو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګڼې داسې اسناد یې تر لاسه کړي، چې ښيي، د ډوډۍ په وېش کې ۸ سوه میلیونه افغانۍ پتې شوې دي.

خو د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس او ویاند نعمت الله بارکزي له غرمې وروسته په یوه خبري ناسته کې دغه ارقام ناسم وبلل او ویې ویل، چې په دې اړه اسناد نشته.

نوموړي و ویل«موږ د ۸ سوه میلیونه اختلاس خبر په کلکه ردو، تر اوسه د دغه اندازه اوړو پیسې بېخي ورکړل شوې نه دي، نو څنګه امکان لري، چې ۸۰۰ میلیون افغانۍ دې اختلاس شوی وي.»

دی وايي، د ډوډۍ د وېش په پروسه کې د ښاروالۍ ۳۵۰۰ کسانو پرته له کومې تمې په وړیا توګه خدمات وړاندې کول، چې نه باید نادیده ونیول شي.
بل خوا د ښاروالی د تدارکاتو رییس فهیم و ویل، چې د ډوډې د وېش پروسه څو اړخیزه قرارداد وو، چې یوازې د تطیبق مسوولیت یې د ښاروالۍ سره وو.

د هغه په وینا په دې  کې د خوراکي توکو ادارې، د علافانو ټولنې، د نانوایانو ټولنې او ځينو نورو بنسټونو ګډون درلود، چې تر ډېره یې د فساد مخه نیولې وه.

ده ټینګار وکړ، چې  په دې پروسه جدی څار شوی او یوه ځانګړې کړنلاره ورته جوړه شوې وه، چې  که فساد په کې  شوی هم وي، جدي به وڅېړل شي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي