۰
بهرنیو چارو وزارت:

کابو ۴۰ هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
بهرنیو چارو وزارت وایي، لږ تر لږه څلوېښت هېوادونو پر طالبانو د تاوتریخوالي کمښت غږ کړی دی خو یادې ډلې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی یې کم کړی نه دی بلکې لا یې جګړو ته شدت ورکړی دی.
کابو ۴۰ هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي
بهرنیو چارو وزارت وایي، لږ تر لږه څلوېښت هېوادونو پر طالبانو د تاوتریخوالي کمښت غږ کړی دی خو یادې ډلې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی یې کم کړی نه دی بلکې لا یې جګړو ته شدت ورکړی دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن شنبې د چنګاښ ۲۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و یل، په تېره اوونۍ کې د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه دوه غونډې وشوې چې شاخوا ۴۰ هېوادونو پکې برخه اخیستې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې د غونډو ګډونوالو د افغان حکومت له لوري د سیاسي هوکړې ترڅنګ د ټول شموله دولت جوړول او د طالب زندانیانو خوشې کېدل ستایلي او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د تاوتریخوالي کچې په کمولو سره دې ژر تر ژره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تاوتریخوالي کموالی د هوکړې یوه برخه ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ پرې لاسلیک شوی دی.

د هغه په خبره د سیمې او نړۍ هېوادونو له طالبانو غوښتي څو خپلې ژمنې پوره کړي ترڅو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو ۶۸ ملکي وګړو ته په ۱۶ ولایتونو کې مرګژوبله اړولې ده او لا هم د بې ګناه ملکي وګړو مرګژوبلې ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره اونۍ د ناټو له ملکي سفیر سره په لیدنه کې ویلي وه، چې طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې یې ځنډولي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي