۰
د ملي امنیت شورا:

طالبانو په یوه اوونۍ کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په یوه اوونۍ کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا  نن شنبې د چنګاښ۲۱ مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یادو ملکي وګړو څخه ۲۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوې، د طالبانو لخوا ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو، مخامخ جګړې او هدفي بریدونو کې اوښتې ده.

یادې شورای زیاته کړې، چې د دغه ملکي مرګ ژوبلې زیاته برخه په پکتیکا، تخار، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه راز د ولسي وګړو د وژلو ترڅنګ د ملکي خلکو اختطاف او د عامه تاسیساتو او ځایونو څخه د جنګي سپر په توګه استفاده هغه نور موارد دي چې طالبانو ترې ګټه اخلي.

یادې شورا د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې ملکي وګړو او افغان حکومت د غوښتنې خلاف کار بللی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ورته راپورونه ردکړي دي.

ملکي وګړو ته د طالبانو لخوا د مرګ ژوبلې اوښتو راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو په هدف ټولو لورو له طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي