د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د امریکا د هغو راپورونو په وړاندې عکس العمل ښودلی چې وايي، روسانو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ټاکلي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، پر روسیې طالبانو ته د پیسو ورکولو تورونه د امریکایانو ترمنځ د خپل منځي سیاسي ناندریو له کبله لګول کېږي.
نوموړي خبرې وروسته له دې وکړې چې د امریکا کانګرس جګپوړي دفاعي چارواکي احضار کړل چې د دغو تورونو په اړه ځواب و وايي.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، که د امریکا پوځ هغه راپورونه تایید شول چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي، متحد ایالتونه به يې ځواب ووايي.
خو په ورته وخت کې د امریکا تر ټولو لوړپوي جنرال مک کېنزي ویلي، که روسیه طالبانو ته انعام ورکړي یا نه نور طالبان په امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي.
د یادونې ده، چې د امریکايي ورځپاڼو له لوري د دغه راپورونو چې ګڼې روسیې طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر انعامونه ورکړي، د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.
د روسیې د ملي امنیت شورا مشر نیکولای پاتروشف پاتروشف وایي، د نیویارک ټایمز له لوري د روسیې او طالبانو په اړه د جعلي خبر تر خپرېدو وروسته د مسکو او واشنګټن اړیکې لا خرابې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، نیویارک ټایمز د افغانستان له وضعیته په ناخبرۍ داسې ادعا کړې ده چې هېڅ لوري ته د منلو نه ده.
دی زیاتوي، امریکایي رسنۍ جعلي خبرونه خپروي په داسې حال کې چې روسیې تل د دې هېواد د وروستیو تحولاتو په اړه منظمې خبرې کړې دي.
د روسیې د ملي امنیت شورا مشر ویلي، امریکا ته په کار ده چې تر بندیزونو مخکې، شوې ادعاګانې په بشپړه توګه وڅېړي څو په یوه موضوع کې د دوی د پاتې راتلو تور په نورو ونه لګول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل