ټاکل شوې، چې د افغان سولې په تړاو د کابل په کوربه توب د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو غونډه جوړه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن پنشنبې د چنګاښ ۱۹ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې د ولسمشر غني په وینا سره پیل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د غونډې کوربه به ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي دولتي چارواکي وي.
په غونډه کې، چې په انلاین بڼه ده، د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، په غونډه کې به د اورکم، د بندیانو د تبادلې، د بینالافغاني خبرو د پیلېدو او له کرونا سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند په څېر مسایلو به بحث وشي.
د یادونې ده، چې د تېرې د سې شنبې او دوشنبې په ورځو هم کابل د غونډو کوربه و چې په کې د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع او د سولې په اړه نور موضوعات وڅېړل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل