جوبایډن:

ټرمپ د پوتین ګوډاګی دی چې څنګه یې خوښه وي هغسې یې لوبوي

19 سرطان 1399 ساعت 7:16

د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن پر ټرمپ توند لفظي برید کړی دی.


د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن پر ټرمپ توند لفظي برید کړی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نیوزویک مجلې په راپور کې د بایډن له قوله ویلي، ولسمشر پوتین ټرمپ لکه د یو ګوډاګي په څېر لوبوي.
 
جوبایډن د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ډېر رکیک او ناوړه الفاظ کارولي وايي، ټرمپ لکه د پوتین ګوډاګی داسې دی چې کوم لوري ته یې خوښه وي هغې خوا ته یې شکاري.
 
نوموړی چې د نظرپوښتنو له مخې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې تر ټولو مخکښ دی، ټرمپ یې د امریکا په تاریخ کې یو بې پلانه او ګډوډ ولسمشر بللی دی.

ولسمشر ټرمپ چې ډېر ژر غبرګون ښیي تر اوسه یې د نوموړي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com