۰

ولسمشر غني کاپیسا کې: ژمنه کوم چې هېواد ته به ملي سوله راولم

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۷
ولسمشر غني کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې افغانان د جمهوریت په ساتلو سره داسې سوله غواړي چې د ټولو حقونه پکې خوندي وي.
ولسمشر غني کاپیسا کې: ژمنه کوم چې هېواد ته به ملي سوله راولم
ولسمشر غني کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې افغانان د جمهوریت په ساتلو سره داسې سوله غواړي چې د ټولو حقونه پکې خوندي وي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه دغه ولایت ته تللی غونډې زیاته کړې، دی په دري او پښتو ژبو دروغ نه شي ویلی او ژمنه کوي چې هېواد ته به ملي سوله راولي.

ولسمشر غني ویلي، په جهموري نظام کې د طالبانو پر جذب کار کوي او دی دې کار ته هیله من دی.

هغه زیاته کړې، دوی د سولې لپاره قوي اراده او ظرفیت لري او په وینا یې د سولې لار له کپرکه ډکه ده خو په اجماع او تدبیر به مخ پر وړاندي ځي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، داسې سوله نه غواړي چې د بربادۍ لامل کېږي؛ بلکې پر داسې سوله کار کوي چې د افغانستان د ښېرازۍ سبب شي.
 
افغان ولسمشر ټینګار کړی، هېچاته اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا د افغانستان الوتکې د کباړ په توګه پر ګاونډیانو وپلوري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي