۰

پاکستان وايي، د هند له ترهګرۍ ملګرو ملتونو ته شکایت کوي

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۸
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم وايي، د هند له ترهګریزو فعالیتونو به د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته شکایت وکړي.
پاکستان وايي، د هند له ترهګرۍ ملګرو ملتونو ته شکایت کوي
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم وايي، د هند له ترهګریزو فعالیتونو به د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته شکایت وکړي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اکرم ادعا کړې، چې هند په پاکستان کې د ننه له یو شمېر ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په ورانکاریو کې لاس لري.
 
هغه تور پورې کړی، چې هند د چین پر قونسلګرۍ برید کې، د بورس بازار چاودنه او پاکستان کې د نورو امنیتي ګواښونو په رامنځ ته کولو کې ښکېل دی او باید ملګري ملتونه دې مسئلې ته پاملرنه وکړي.

پاکستاني چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دغه هېواد د معتبرو نړیوالو بنسټونو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو له لوري د ترهګرو ستر ملاتړی بلل شوی دی او له دې امله ځينې بندیزونه هم ورباندې لګول شوي دي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د هغه ترهګرو ملاتړ کوي، چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوي.

په دغه راپور کې پاکستان کې مېشت د القاعده غړو، لشکر طیبه او جیش محمد ډلو ته اشاره شوې وه، چې په وینا يې په هند او افغانستان کې بریدونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي