۰

کندهار کې موټر بم برید ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوي، چې له امله یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې موټر بم برید ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوي، چې له امله یې  ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه سهار پنځه بجې د کندهار په شاولي کوټت ولسوالۍ کې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګی برید ګر له چاوېدونکو توکو ډک موټر ته د پولیسو د مرکز مخې ته چاودنه ورکړې، چې ۴ پولیس په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی یوازې د برید پخلی کوي خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د شاولي کوټ امنیه قوماندان سمونوال پاچا خان بیا وايي، بریدګر د یوه پوځي موټر په واسطه برید کړي، چې څلور پولیس یې وژلي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
 
پاچا خان زیاته کړې، چې د برید په اړه مخکیني استخبارتي معلومات وو، د بریدګر د وړاندې تګ مخه یې نیول شوې وه.

شاه ولي کوټ ولسوالۍ د کندهار یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي