۰

خوستیانو له پوهنې وزارت سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې ده

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د پوهنې وزارت تاییدوي، چې د خوست ولایت د یو شمېر ولسوالیو او مرکز خلکو له دغه وزارت سره میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
خوستیانو له پوهنې وزارت سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې ده
د پوهنې وزارت تاییدوي، چې د خوست ولایت د یو شمېر ولسوالیو او مرکز خلکو له دغه وزارت سره میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، دغه مرسته د خوست د مرکز، سپېرې او تڼیو ولسوالیو خلکو کړې ده.

د هغې په وینا د یادو سیمو خلکو روان کال د پوهنې له ادارې سره ۴ میلیونه، ۶۷۳ زره او ۴۱۵ افغانۍ مرسته کړې، چې د ښوونځیو د شوراګانو له لوري راټوله شوې ده.

نوموړې زیاتوي، چې مرسته شوې پیسې د درسي چاپیریال ښه والي، د ښوونځیو بیا رغونې او د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.

دا وايي، د ښوونځیو شوراګانې، د پوهنې ملاتړو، د زده کوونکو د کورنیو له غړو، ملا امامانو او محلي شوراګانو څخه جوړې شوې دي، چې له کوم امتیاز پرته له معارف وزارت سره مرسته کوي.

د نظر خاوندان دا ډول مرستې هیله بخښونکې او د هیواد لپاره ګټوره بولي.

دوی وایي دا یې ښکاره بیلګه ده، چې ټول افغانان پوه شوي ، د ښوونیز بهیر ملاتړ کوي او د هیواد د راتلونکي فکر له ځانه سره لري.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي