۰

د امریکا سنا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو احضار کړی دی

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
امریکايي سناتورانو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د امنیت او خراب وضیعیت په تړاو احضار کړی دی.
د امریکا سنا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو احضار کړی دی
امریکايي سناتورانو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د امنیت او خراب وضیعیت په تړاو احضار کړی دی.

د جمهو آژانس د خبر له مخې له پمیو سره یو ځای یو شمېر نور چارواکي هم وربلل شوي خو لا یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د امریکا سنا جرګې د ټرمپ په حکومت نېوکه کړې چې ولې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر ساتنه او امنیت تمرکز نه کوي او په دې خلا کې روسیې طالبانو ته د امریکایي عسکرو پر وژلو انعامونه ورکوي.

امریکايي سناتورانو له پمپیو غوښتي چې دې جرګې ته ورشي او خپل سپیناوی وکړي.

ټاکل شوې نوموړی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر وضعیت، د عسکرو د وژلو پر سر طالبانو ته د روسیې له لوري د انعام پر ورکړه او نورو مسایلو خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي