ننګرهار کې موټر بم برید ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

17 سرطان 1399 ساعت 15:09

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه قوماندان موټر بم برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه قوماندان موټر بم برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د یاد ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو پر قوماندان میرزمان باندې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، په دغه برید کې قوماندان زمان او دوه ساتونکي یې وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي، چې ملکي وګړي او  پولیس دي.

خوږیانی زیاتوي، چې  ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
 
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې  ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اجرائیه مدیر هم په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 129263

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129263/

جمهور
  https://www.jomhornews.com