د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، نړیواله ټولنه دې د هغو کړنو مخنیوی وکړي چې د افغان سولې لپاره خنډونه جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي، چې د افغان سولې په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، د افغان سولې د رامنځ ته کېدو لپاره د خنډونو جوړول روان دي چې باید مخنیوی یې وشي.
نوموړي پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د سولې په راتګ کې مرسته وکړي او دا بهیر وڅاري.
ده ټینګار کړی، چې افغان حکومت او طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره دې د باور فضا د پیاوړي کولو لپاره بندیان خوشي کړي او بین الافغاني خبرې دې پيل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې بشپړ ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل