۰
ایرو ایشیا:

جګړو په لسو کلونو کې تر اووه زرو ډېر افغان ماشومان وژلي دي

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
ایرو ایشیا نشریې په یوه تحلیل کې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت او په دې تړاو نړیوالو راپورونو ته کتنه کړې وايي، ماشومان په افغانستان کې له ناوړه وضعیت سره مخ دي
جګړو په لسو کلونو کې تر اووه زرو ډېر افغان ماشومان وژلي دي
ایرو ایشیا نشریې په یوه تحلیل کې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت او په دې تړاو نړیوالو راپورونو ته کتنه کړې وايي، ماشومان په افغانستان کې له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریه کې لیکل شوي، چې فقر، کډوالي، نشه يي توکي، درانه کارونه، جګړه، روږدي کېدل، په جګړو کې کارېدل، جنسي ځورونه او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی.
 
په دغه مقاله کې راځي چې له ۲۰۰۹ کال بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې ۷۰۵۹ ماشومان په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.

ایرو ایشیا زیاته کړې، په افغانستان کې ماشومان په تعلیمي برخه کې هم ګڼې ستونزې لري او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې د افغان ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي