ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالی دوام د سولې لپاره رامنځ ته شوې اجماع زیانمنوي او د سولې هلې ځلې به له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د
جمهور خبري آژانس ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۶ مه په افغانستان کې د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا غونډه ته په پرانستونکې وینا کې د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې ده.
ولسمشر غني وویل، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو طالبانو جګړو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.
د ارګ خبرپاڼه د ښاغلي غني له قوله وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅو ته زیان رسوي او رامنځ ته شوې اجماع زیانمنوي.
نوموړي ویلي طالبانو ته یې د جګړې پر ځای د یوې سیاسي لارې وړاندیز کړی دی او ښه به وي چې دغه ډله له جګړو لاس واخلي.
ولسمشر د سولې له روان بهیر د ټولو ګاونډیو او نورو ملګرو هېوادونو ملاتړ هم مهم بللی دی او له دوی یې غوښتي چې له افغان سولې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل