د سیمه ییزو اورګانونو ادارې په وړاندي او د ولسمشر غني په منظورۍ د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد صدیق پتمن د خوست، محمد داوود کلکاني د سمنګان، عبدالغفور ملکزی د نورستان، رحمت الله یارمل د لغمان او ستر جنرال تاج محمد جاهد د بغلان والیان ټاکل شوي دي.
تر دې وړاندې د خوست والی محمد حلیم فدايي و، چې اوس یې پر ځای د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن ټاکل شوی دی.
د سمنګان ولایت پخوانی والي د ولسي جرګې د پخواني رییس عبدالروف ابراهمي ورو عبدالطیف ابراهیمي و، چې اوس یې پر ځای محمد داود کلکانی ټاکل شوی دی.
دغه راز د نورستان والي د ولسي جرګې پخوانی غړی حافظ عبدالقیوم و، چې اوس یې پر ځای عبدالغفور ملکزی ټاکل شوی او د لغمان والي آصف ننګ و، چې اوس یې پر ځای رحمت الله یارمل ټاکل شوی دی.
د سیمه ییزو اورګانونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو مخکنیو والیانو د دوی خدمتونو په پاس مننه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل