۰
د کابیني پرېکړه:

که د کابینې، ملي شورا غړي او لوړ پوړي مامورین شتمنۍ ثبت نه کړي، تنخواوې یې بندېږي

دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۳
د افغان حکومت کابینه کې پرېکړه شوې، چې د کابینې، ملي شورا غړي او نور لوړ پوړي مامورین باید تر دریو اوونیو خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
که د کابینې، ملي شورا غړي او لوړ پوړي مامورین شتمنۍ ثبت نه کړي، تنخواوې یې بندېږي
د افغان حکومت کابینه کې پرېکړه شوې، چې د کابینې، ملي شورا غړي او نور لوړ پوړي مامورین باید تر دریو اوونیو خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

په غونډه کې یو وار بیا دا پریکړه هم شوې، که راتلونکو دریو اونیو کې د کابینې او ملی شورا غړو او نورو لوړ رتبه مامورینو خپلې شتمنۍ ثبت نه کړې نو مالیه وزارت مکلفه ده چې ددغه چارواکو تنخواوې بندې او اجرا نه کړي.

همدارنګه د د ولسمشر غني په مشرۍ کابینې په ننۍ ناسته کې دا پریکړه هم شوې، چې د هیواد ۳۴ ولایتونو کې دې هر ولایت لپاره یوه یوه ښځینه مرستیاله وټاکل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي