۰

د وکیلانو او سناتورانو موټرو ته بایومتریک پېلټونه ورکول کېږي

دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۲
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، د ملي شورا غړو ته به له دې وروسته د موټرو نمبر پلېټونه د بایومټریک بهیر له بشپړېدو وروسته وېشل کېږي.
د وکیلانو او سناتورانو موټرو ته بایومتریک پېلټونه ورکول کېږي
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، د ملي شورا غړو ته به له دې وروسته د موټرو نمبر پلېټونه د بایومټریک بهیر له بشپړېدو وروسته وېشل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلې ده.

ښاغلي امرخېل ویلي، چې په دې هدف پرون د کورنیو چارو وزارت او ملي شورا ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه.

ده لیکلي، له دې وروسته به د (م-ج) او (و-ج) پلېټونه یوازې د ملي شورا غړي کاروي او د ناوړه ګټې اخیستنې مخه به ‌یې نیول کېږي.

د دغه کار لارښوونه افغان ولسمشر محمد اشرف غني کړې ده.

له دې وړاندې د دغو پلېټونو په ورکړه کې ستونزې وې او پر وکیل سربېره به د هغه نږدې کسانو هم دا نمبر پلېټونه کارول او کله نا کله‌یې ښاري نظم هم ګډوډاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي