۰

پاکستان عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده

دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.
پاکستان عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بلنلیک کابل کې د اسلام آباد د سفیر زاهد نصرالله خان له خوا ښاغلي عبدالله ته ورکړل شوی دی.

د مصالحې عالي شورا په خپله فسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی ویلي، چې یې  دي، چې  ښاغلي عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې له نصرالله خان سره وکتل او د سولې د روان بهیر په اړه یې  ورسره خبرې وکړې.

د پاکستان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او تل ‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې جاري وساتي.

په ورته وخت کې سرچینه وايي، ښاغلي عبدالله ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام آباد کې د کابل سفیر هم د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ د چارو سلاکار رازق داوود ته بلنه ورکړه چې د دوو خواوو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو په اړه د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي