هند له افغانستان سره د روزنې برخه کې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا هوکړه لیکونه نن یکشنبې د چنګاښ ۱۵ مه کابل کې د هند د سفیر وینای کمار او افغان چارواکو له لوري لاسلیک شوي دي.
یادې پنځه تعلیمي پروژې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه پورې د هند په مالي ملاتړ په بدخشان، خوست، فراه او کاپیسا ولایتونو کې پلې شي.
د اقتصاد وزیر مصطفي مستور په کابل کې له وینای کمار سره یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې د هند په دې ۲.۶ میلیون ډالري مرسته به په خوست، بدخشان کې ښوونځي، د فراه د عالي تحصیلاتو موسسې ودانۍ او د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون سړک ورغول شي.
د یادونې ده چې هند وړاندې تر دې هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مالي مرستې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل