۰

ناټو له افغان پوځ سره د کرونا ضد مبارزې په برخه کې د لومړنیو توکو مرسته کوي

یکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۷
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان پوځ ته د دوی ستره مرسته پر لار ده.
ناټو له افغان پوځ سره د کرونا ضد مبارزې په برخه کې د لومړنیو توکو مرسته کوي
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان پوځ ته د دوی ستره مرسته پر لار ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناټو پر ټوېټر پاڼه په خپاره شوي پیغام کې ویلي، د ناټو غړي هېوادونه به افغان پوځ ته د کرونا د پراختیا د مخنیوي په موخه ۱،۴ میلیونه ماسکونه، ۵۰۰ زره دستکشې، ۴۶۰ زره چپنې او نور طبي توکي ورکوي.
 
د سرچینې په خبره دغه وسایل پر لاره دي او ژر به افغان پوځ ته وسپارل شي. ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي دوی د خپلو غړو هېوادونو په ثبات کې مرسته کوي او هڅه یې دا ده چې له یو بل سره په همکارۍ دغه نړیوالې وبا ته هم ماته ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي