۰

پوتین د روسیې په اساسي قانون کې وروستي تعدیلات توشېح کړل

شنبی ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۳
د روسیې ولسمشر د دغه هېواد په اساسي قانون کې وروستي تعدیلات چې له مخې به یې نوموړی تر ۲۰۳۶ کال د روسیې ولسمشر وي، توشحېح کړل.
پوتین د روسیې په اساسي قانون کې وروستي تعدیلات توشېح کړل
د روسیې ولسمشر د دغه هېواد په اساسي قانون کې وروستي تعدیلات چې له مخې به یې نوموړی تر ۲۰۳۶ کال د روسیې ولسمشر وي، توشحېح کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  روسانو د تېرې چهارشنبې په اساسي قانون کې د دغه تعدیلاتو لپاره رایه وکاروله، چې ۷۸ سلنه خلکو مثبته رایه ورکړې وه.

د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین نن د یوه فرمان له لارې د روسیې په اساسي قانون کې وروستي تعدیلات توشیح کړل.

نوموړي د یوه فرمان په صادرولو سره د روسیې له خلکو مننه کړې ده چې د هېواد په ګټه یې په اساسي قانون کې تعدیلاتو ته مثبته رایه ورکړې ده.

د دې تعدیلاتو پر بنسټ به پوتین تر ۲۰۳۶ز کال پورې د روسيې ولسمشر پاتې کېږي.

له روسي وګړو د مننې تر څنګ ددې قانون د ژر عملي کېدو غوښتونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي