۰

افغان او پاکستاني چارواکو د سوداګریزو چارو پر اسانتیا خبرې کړې

شنبی ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
سیمه ییز مسوولین وايي، افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم کې د سوداګریزو چارو پر پراختیا او اسانتیا خبرې کړې دي.
افغان او پاکستاني چارواکو د سوداګریزو چارو پر اسانتیا خبرې کړې
سیمه ییز مسوولین وايي، افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم کې د سوداګریزو چارو پر پراختیا او اسانتیا خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام ویلي، په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل او د ننګرهار د ګمرک رییس نصرالله صاحبزاده په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره ګډه غونډه درلوده.

په دې غونډه کې په تورخم او نورو بندرونو کې پر ستونزو او خنډونو خبرې شوې دي او دواړو لورو ژمنه کړې ده چې دغه ستونزې به حل کوي.

افغان سفیر په دې غونډه کې ویلي چې پاکستانی لوری دې افغان سوداګرو ته ستونزې نه جوړوي، بلکې دوی ته دې اجازه ورکړي چې په ازاده فضا کې خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.

پاکستاني لوري هم ژمنه کړې چې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې به اسانتیاوې لا ډېروي.

دوی د دغه ډول غونډو پر دوام هم خبرې کړې دي او په خبره یې په راتلونکې کې به د ستونزو د هواري لپاره ورته نورې غونډې هم کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي