په افغانستان کې د ناټو ماموریت ملکي استازی له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي څو د سولې خبرو ته لاره اواره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستیفانو پونتې کوروو پرون ماښام پر ټوېټر په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر سره یوځای یې د افغانستان د سولې په اړه په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او نورو چارواکو سره په کتنه کې خبرې کړې دي.
ښاغلی پونتې کوروو وايي، د طالبانو حملو د سولې د روانو خبرو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی او دا ډله باید د سولې د خبرو لپاره تاوتریخوالی راکم او بند کړي.
نوموړي زیاته کړې«موږ د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ، د طالبانو روان تشدد باید پای ته ورسېږي. د دوی دا کار د منلو نه دی ځکه دا د سولې د خبرو د پیل پر وړاندې یوه ستونزه او خنډ جوړوي.»
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې ناټو شورا ته هم معلومات ورکړل او د ده په وینا د ناټو مشرانو یو ځل بیا د افغانستان او د دې هېواد د دفاعي-امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل