۰
پنټاګون:

هند هڅه کوي افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو مخه ونیسي

شنبی ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۸
هند هڅه کوي افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو مخه ونیسي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، هند هڅه کوي، چې د سیمې له نفوذ لرونکو هېوادونو سره په ګډه افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د خوندي ځالو مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون ویلي«هند د سیمې له نفوذلرونکو هیوادونو، د افغانستان حکومت او هغو افغانانو سره چې قدرت لري کار کوي څو د نړیوالو تروریستي ډلو د خوندي ځالو مخه ونیسي او د افغانستان له لارو د منځنۍ اسیا بازارونو ته رسېدا یقیني کړي.»

په راپور کې ویل شوي، چې د هند حکومت له سیاسي نظره طالبان په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

سرچینه وايي، هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو او د هغې سولې ملاتړ کوي چې کنټرول یې د افغانانو په لاس کې وي.

د پنتاګون په راپور کې همداراز یادونه شوې چې هند له افغانستان سره په دودیز ډول پیاوړې اړیکې لرلي او  د سیمې تر ټولو هیوادونو یې له افغانستان سره زیاته مرسته کړې چې تر ۳ ملیارد ډالرو اوړي.

له افغانستان سره د هند مرستې پر څلورو برخو متمرکزې دي، بشري مرستې، مهمې انکشافي پروژې، د خلکو لپاره وړې پروژې، ښوونه او د ظرفیتونو لوړول.

راپور وايي چې په امنیتي وضعیت کې بدلون ممکن د هند پر مرستو اغېز وکړي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د هند د براعظمګي القاعده د افغانستان د حکومت پر ضد د طالبانو د وړو عناصرو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي