په اقتصادي چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر د کرونا ویروس له امله په حق رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي، د اقتصادي – سوداګریز پرمختګ او د بې وزلۍ د کمولو په چارو کې ځانګړي استازي په کوویډ ۱۹ د اخته کېدو له امله په حق رسېدلی دی.
ښاغلي غني د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوسف غضنفر د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کار پیل کړی و او مړینه یې د هېواد او نظام لپاره لویه ضایعه ده.
یوسف غضنفر چې په ۱۳۴۴ هـ.ل کال کې په بلخ ولایت کې زېږېدلی و، د هېواد د نامتو سوداګرو له ډلې و او د ۱۳۹۸ کال په انتخاباتو کې یې د ولسمشر غني په دوهم ځل بریا کې مهم رول ولوباوه.
یوسف غضنفر د ولسي جرګې په ۱۵مه دوره کې د بلخ د خلکو استازی هم و.
جمهورخبري آژانس:کابل