۰

افغان حکومت د سولې د اجماع په اړه د ۲۰ هېوادونو غونډه جوړوي

جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۳
د بهرنیو چارو وزارت وايي. افغان حکومت د سولې د بهیر څخه د اجماع د ملاتړ لپاره د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په ګډون د سمیې او نړۍ په کچه د ویډیو کنفرانس له لارې د څو څو اړخیزو غونډو بندوبست کړی دی.
افغان حکومت د سولې د اجماع په اړه د ۲۰ هېوادونو غونډه جوړوي
د بهرنیو چارو وزارت وايي. افغان حکومت د سولې د بهیر څخه د اجماع د ملاتړ لپاره د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په ګډون د سمیې او نړۍ په کچه د ویډیو کنفرانس له لارې د څو څو اړخیزو غونډو بندوبست کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ګران هیواد ویلي، د دغو ټولو غونډو د جوړولو هدف د افغان سولې بهیر لپاره د ملاتړ جلبول دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د سولې په اړه د سمیه ییزې او نړیوالې اجماع مهمې دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې غونډې به راتلونکې اوونۍ په لار واچول شي.

د هغه په وینا د دغه غونډو پایلې به د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لار کې مهم او جدي نقش ولري.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د معلوماتو له مخې ټاکل شوې په دې لړ کې به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو، سیمې ېیوادونو د شلو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د ویډیو کنفرانس له لارې یوه غونډه جوړه شي.

دی وايي، غونډه به د ولسمشر غني له خوا پرانستل شي، او د بهرنیو چارو د وزیر تر مشرۍ لاندې به ادامه پیدا کړي.

هېواد زیاتوي، چې غونډه به د سولې او بین الافغاني مذاکراتو څخه د ملاتړ په اړه د بحثونو او مشورو وروسته د اعلامیې په خپریدو پای ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان د سولې د بهیر څخه د ملاتړ په تړاو به یوه بله غونډه چې د نړیوالې ټولنې استازي به هم په کې برخه ولري د راروانۍ اونۍ په پای کې جوړه شي.

هغه وايي، درییمه مهمه غونډه، چې د افغانستان په نوښت جوړیږي د سولې په تړاو د نړۍ په کچه د اجماع د تقویت او ملاتړ غونډه ده چې د نړۍ د لویو هیوادونو او د افغانستان سره په تیرو ۱۹ کلونو کې د بسپنه ورکوونکو ۱۹ هیوادونو د استازو په ګډون د راتلوونکي اونۍ د پنجشنبې په ورځ د ويډیو کنفرانس له لارې جوړه شي.

دا غونډه به هم د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پرانسیتل شي او د یوې اعلامیې په خپریدو به پای ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو دواړو غونډو کې به ګډونوال د بین الفغاني خبرو د ژر پیل، بندیانو د خوشې کیدو او سرتارسري اوربند د ټینګیدو په هکله مفصل بحثونه او مشورې وکړي.

همداشان ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ به د افغانستان، پاکستان او د چین د استازو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د دغو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د بهیر په دوام درییمه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا غونډه به د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د معینانو په کچه جوړه شي او د افغان سولې، امنیت، سیاسي او اقتصادي مسلو به خبرې وشي. په ډې غونډه کې به هم ګډونوال د ویډیو کنفرانس له لارې پر دغو مسلو خبرې وکړي.

دا غونډې په داسې حال کې جوړیږي چې د پنجشنبې په ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ترکمنستان او اذربایجان د جمهور رئیسانو سره د ويډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې، اقتصادي همکارۍ، د لاجوردو له لارې د ګټې اخیستنې او د کرونا وبا سره د مبارزې په لارو چارو په یوه درې اړخیزه غونډه کې خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي