ولسمشر محمد اشرف غني بالااخره د یوه حکم په لاسلیک سره جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم ته دغه رتبه د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله تر منځ د یو وار بیا ګډ حکومت جوړولو د هوکړې له مخې ورکړل شوې ده.
د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، چې اساسي قانون د۶۴ مادې د ۱۹ فقري له مخې جنرال دوستم ته سیاسي لانجو د حل او دغه را د هېواد ثبات په برخه کې د خدمتونو له امله د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.
د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق هم تایید کړې، چې افغان ولسمشر، جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې حکم درې اوونۍ وړاندې لاسلیک کړی و.
عبدالله قرلق وايي، دغه حکم به نن شپه د ملي راډیو ټلویزویون له لارې خپور شي او په نږدې راتلونکي کې به د جنرال صیب پر اوږو د مارشالۍ رتبې د نښلولو ځانکړي مراسم هم ترسره شي.
دغه راز د جنرال دوستم زوی او د جنبش ګوند د مرکزي شورا مشر باتور دوستم په خپل فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله څخه مننه کړې چې په دې برخه کې یې هلې ځلې کړي.
نوموړي لیکلي د دواړو خواو د هوکړې په اساس به له دې وروسته جنرال دوستم د کابینې او امنیت شورا په ناستو کې غړیتوب ولري او ورسره به د ولسمشر د لومړي مرستیال امتیازاتو څخه د شوي پروتوکول له مخې برخمن شي.
د افغانستان د مصالحې عالي شورا لومړي مرستیال بابر فرهمند هم په خپل ټویټر د ولسمشر د دې اقدام څخه هرکلي کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل