۰

افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان یوه ګډه درې اړخیزه کمېټه جوړوي

جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۰
په پام کې ده، چې د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان تر منځ د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د وزیرانو په کچه یوه درې اړخیزه کمېټه جوړه شي.
افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان یوه ګډه درې اړخیزه کمېټه جوړوي
 په پام کې ده، چې د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان تر منځ د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د وزیرانو په کچه یوه درې اړخیزه کمېټه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې کمېټې په جوړولو د درې واړه هېوادونو ولسمشرانو پرون پنشنبې د چنګاښ ۱۲ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې او موافقه وکړه.

په کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني، الهام علی اوف او قربان قلي بردي محمدوف و ویل، چې دا کمېټه به د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ د وزیرانو او نورو اړوند ادارو او وزارتونو د مشرانو څخه جوړه وي.
 
ارګ په یوې خبرپاڼې کې د الهام علییف له خولې ویلي، چې د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ او نورو اړوندو وزیرانو ګډه کاري کمېټه جوړه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ او ویلي یې دي دا ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او په هرو درې میاشتو کې به خپل راپورونه په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو ولسمشرانو سره شریکوي.

افغان ولسمشر همدارنګه زیاته کړې، چې هېواد یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د آذربایجان او ترکمنستان د دولتي او خصوصي سکټورونو سره ګډ کار ته چمتو دی.

د ولسمشر غني په وینا، آذري او ترکمن سوداګر او پانګوال په افغانستان کې د مرمرو، کرنې، اوسپنې کانونو او نورو برخو کې پانګونې کولی شي.
نوموړې د دواړو هېوادونو له ولسمشرانو څخه افغان سوداګرو ته د ګمرکي اسانتیااووغوښتنه هم وکړه.

ولسمشر غني په دې درې اړخیزه سرمشریزه کې په افغانستان کې دننه د اورګاډي د پټلۍ د غزلو د یو پلان خبرههم یاده کړه چې په وینا یې "افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ۴ زره څخه تر ۶ زره کیلو متره اورګاډي پټلۍ ته اړتیا لري" او نړیوالو همکارانو یې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د اتو وچو بندرونو د معیارو کولو تابیا وښوده او ویې ویل: "امریکا، اروپایي ټولنه او اسیا پراختیایي بانک د مالي تضمینونو په برخه کې مرستې ته چمتو دي."

ولسمشر بیردي محمدوف په دې درې اړخیزه غونډه کې وویل: "د توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هېواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي."

افغانستان او ترکمنستان د سیمه ایز اتصال په څو نورو پروژو کې هم لکه ټاپي چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي، شریکان دي.

افغان ولسمشر په دې درې اړخیزه غونډه کې ترکمنستان له دې کبله هم وستایه چې د کرونا د وبا پرمهال یې افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد لاره پرانیستې وساتله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي